۰

د مېرمنو پر وړاندې د مېرمنو تاوتریخوالی

شنبی ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
د مور او لور او خویندو له اړیکو ها خوا د مېرمنو ترمنځ نورې اړیکې د مینې، صمیمیت او زړه له کومې نه وي،د دې ‍ سکالو یو له لاملونو د کینې او حسد شتون دی، حسد د انسان په وجود کې یو فطري خاصیت دی، چې له پيدایښته ورسره مل وي او ډېری مهال له ځینو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري توپیرونو څخه سرچینه اخلي چې له دې امله په ډېری کسانو کې بیا افراطي بڼه ځان ته غوره کوي.
د مېرمنو پر وړاندې د مېرمنو تاوتریخوالی
د مور او لور او خویندو له اړیکو ها خوا د مېرمنو ترمنځ نورې اړیکې د مینې، صمیمیت او زړه له کومې نه وي،د دې ‍ سکالو یو له لاملونو د کینې او حسد شتون دی، حسد د انسان په وجود کې یو فطري خاصیت دی، چې له پيدایښته ورسره مل وي او ډېری مهال له ځینو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري توپیرونو څخه سرچینه اخلي چې له دې امله په ډېری کسانو کې بیا افراطي بڼه ځان ته غوره کوي.

دغه ډول کسان بیا تل د وېرې، کمزورۍ او بې وسۍ احساس کوي او د ځان لپاره د نورو د امکاناتو له غوښتلو سربېره دا هم نشي زغملی چې بل څوک دې ورته اسانتیاوې په خپل ژوند کې ولري.

د اسلام سپېڅلی دین هم دغې چارې ته اجازه نه ورکوي او آن ورسره د مبارزې امر شوی دی، خو په ټوله کې دغه چاره ډېره د مېرمنو ترمنځ لیدل کېږي، د مېرمنو ترمنځ د دغې سکالو لامل هم له ځینو محرومیتونو لکه اقتصادي، روزنیز او تر ټولو ډېر د مینې له محرومیت را پیلېږي، چې بیا یې پر ژوند او پرمختګ ناوړه اغیزه کوي.

دوی له ماشومتوبه د ورور او خویندو ترمنځ د والدینو له توپیري چلنده ځورېږي آن پر روزنیز ډګر کې هم له ورته توپیرونو سره مخ وي، ورور یې له هېواده بهر په ډالرو زده کړې کوي، خو خپله بیا تر ښوونځي په پښو زغلي او یا هم هېڅ اجازه نه ورکول کېږي څو زده کړو ته مخ کړي.

پلرونه او میندې یې ورور ته واک ورکوي چې د پلار د ځاي ناستي په توګه پر خپلې خور واکداري او د یوې خادمې په څېر ورباندې امرونه وکړي؛ داسې مه کړه، دا واغونده هغه مه اغونده، دا وخوره هغه مه خوره... یانې خور تل د ورور سترګو ته ګوري او بیا ژوند کوي.

کله چې بیا ورور ګډ ژوند ته مخه کوي بیا یې نو هر څه په بشپړ ډول بدلون مومي په یوه کور کې دوه ګونی چلند؛ مېرمنه یې د زړه سر خو خور هماغه چې وه هماغه به وي.

ډېری مهال بیا مېرمنه د مېړه له خوا هم رټل کېږي، هغه اسلامي او انساني حقوق چې ورته باید ورکړل شي نه ورکول کېږي، یوازې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو او خدمت ګټنه ترې کوي، خو باالمقابل مېرمنه به یې د خبرې کولو، د یو شي د غوښټلو او یا هم د خپل ژوند په اړه د نظر ورکولو حق هم نلري.

دلته نو بیا د کور او مېرمنې ټول واک د خواښې په لاس وي او هغه هم ورسره د عامو په خبره د نان خور اضافه او پردۍ لور چلند کوي، نږور به تر ماښامه خدمت کوي خو د کور لور به لکه ملکه ناسته او پر وریندار به امرونه کوي.

دغه ډول محرومیتونه او توپیري چلند عقده او کینه رامنځته کوي، کله چې بیا نږور د خواښې مقام ته رسي هغه محرومیتونه او عقدې یې چې په ژوند کې ازمویلې زور یې له خپلې نږور وباسي ځکه هم غواړي ځان کله هم برلاسی وګڼي.

دغه ډول مېرمنې هغه مهال چې ټولنې ته وړاندې کېږي د نورو مېرمنو لوړ ځایګی او شته اسانتیاوې چې کله و ویني نو بیا یو له بل سره ضد پیدا کوي او دا فکر نه کوي چې د دې د ژوند د ستونزو لامل دوی نه دي او له یو بل سره له نفرت ها خوا آن هڅه کوي چې یو بل ته زیان ورسوي؛ دا چاره بیا خپله د دې لامل کېږي، چې ځان ناتوانه و انګېري او بیا نشي کولای له ستونزو او محرومیتونو سره مبارزه وکړي.

دغه سکالو د نا سالمې او نا آرامې کورنۍ لامل کېږي چې ناسالمې کورنۍ بیا د ناسالمې ټولنې زیږنده ده.

د دغو ستونزو د له منځه وړو تر ټولو ستره چاره د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو ته د زده کړو د اسانتیاوو برابرول او ورسره په خوا کې ماشومانو ته د ټولنیز ژوند اصول ور زده کول دي، څو د یوې سالمې کورنۍ او خوشاله ټولنې د رامنځته کېدو لامل وګرځي.

روسله عثمانی
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي