۰
نیکولسن:

مسکو کولای شي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې ونډه واخلي

شنبی ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، روسیه کولای شي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې برخه واخلي.
مسکو کولای شي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې ونډه واخلي
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، روسیه کولای شي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې برخه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکولسن دغه څرګندونې نیوزویک مجلې ته کړې او ویلي یې دي، چې روسیه او امریکا باید په افغانستان کې په ګډه کار وکړي.

نیوزویک مجلې په یوه مطلب کې د نیکولسن له قوله لیکلي، چې مسکو او واشنګټن کولی شي خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد په روانه جګړه کې ونډه واخلي.

د نېکولسن له طالبانو د مسکو د ملاتړ په اړه دا خبرونه تر ده هم رسېدلي دي خو په یوازې ځان یې نه شي تاییدولی او د دې ډول ادعاو تاييد وخت ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي