ناپېژانده وسله والو نورستان کې یو ډاکتر وژلی دی

16 ثور 1397 ساعت 11:43

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په نورستان ولایت کې پر یوه ډاکتر ډزې کړې او وژلی یې دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په نورستان ولایت کې پر یوه ډاکتر ډزې کړې او وژلی یې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون (د غويي ۱۵ مه) ماښام مهال د نورستان په واما ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ویلي، د واما ولسوالۍ د روغتیايي مرکز پر مسوول ډاکتر ملنګ هغه وخت برید شوی، چې د لمانځه د ادا کولو له پاره یې چمتوالی نیوه.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله وال کس پر همدې مهال پر ډاکتر ملنګ ډزې کړې، هغه یې وژلی او خپله له سیمې په تېښته بریالی شوی.

والي وايي، سیمې ته پولیس رسېدلي، پلټنې یې پیل کړې او هڅه کوي، چې قاتل ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ډاکټر ملنګ د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و چې له تېرو څو کلونو راهیسې د نورستان واما ولسوالۍ روغتیايي مرکز مسؤلیت یې په غاړه درلوده.

تر اوسه د دغه ډاکتر د قتل پړه چا نه ده منلې.

جمهورخبري :نورستان
 
 
 


د مطلب کود: 103974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com