سعودي عربستان له افغانستان سره خپلې مرستې پراخوي

17 ثور 1397 ساعت 13:48

کابل کې د سعودي عربستان نوی سفیر جاسم محمد الخالدي وايي، هېواد به یې له افغانستان او افغانانو سره خپلې مرستې لا پراخه کړي.


کابل کې د سعودي عربستان نوی سفیر جاسم محمد الخالدي وايي، هېواد به یې له افغانستان او افغانانو سره خپلې مرستې لا پراخه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد الخالدي دغه څرګندونې د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په یوه ناسته کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د غويي ۱۷ مه د خپل کار دفتر کې د سعودي له نوي سفیر سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې عبدالله د افغان ملت او خلکو په څنګ کې د عربستان له درېدو ستاينه وکړه او د دې اړيکو د لا پراختيا او ټينګښت غوښتنه يې وکړه.

په ورته وخت کې د سعودي سفیر د دواړو هېودانو تر منځ اړیکې دوستانه وبللې او ویې دي، هیله ري، چې په افغانستان کې دې ده د ماموریت په بهیر کې د کابل او ریاض اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي.

د سعودي سفیر جاسم محمد الخالدي ټینګار کړي، چې هېواد به یې له افغانستان او افغانانو سره خپلې مرستې لا پراخه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com