د افغانستان د دینی عالمانو یو پلاوی اندونیزیا ته ولاړ

18 ثور 1397 ساعت 11:47

د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په اندونیزیا کې د دیني عالمانو تر منځ جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.


د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په اندونیزیا کې د دیني عالمانو تر منځ جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

دغه غونده، چې د یوې ورځې له پاره به دوام وکړي، ګډون وال یې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان دي، چې شمېر به یې ۴۵ تنه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي، په غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان د علماو ۱۵ کسیزه پلاوی هم ورغلی دی.

د افغان دیني عالمانو د پلاوي مشرۍ د افغانستان د علماو شورا د رییس مولوي قیاالدین کشاف په غاړه ده او د سولې عالی شورا غړي په دې ناسته کې برخه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له پاکستاني علماو غوښتي، چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي، ځکه د دوی په وینا دا به د پاکستان او طالبانو په ګټه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104057

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104057/

جمهور
  https://www.jomhornews.com