دمیتري مدودف بیا د روسیې لومړی وزیر وټاکل شو

19 ثور 1397 ساعت 11:14

د روسیې پارلمان ولسي جرګې یا دوما دمیتري مدودوف یو ځل بیا د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه تاييد کړ.


د روسیې پارلمان ولسي جرګې یا دوما دمیتري مدودوف یو ځل بیا د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه تاييد کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې ۳۷۴ استازو د ۵۶ رایو په مقابل کې ښاغلي مدودوف ته رایه ورکړې او هغه یې لومړی وزیر ټاکلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره دوشنبې پوتین د ولسمشر په توګه د لوړې تر سره کولو وروسته د مدودوف د کار د دوام غوښتنه وکړه.

د روسيې په پارلمان کې د متحده روسيې ګوند چې ۵۲ کلن دمیتري مدودف‌يې مشري کوي، اکثریت لري.

د روسيې د اساسي قانون له مخې د نوې ریاستي دورې په پیل سره حکومت باید استعفا ورکړي او نوی حکومت جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com