۰

دمیتري مدودف بیا د روسیې لومړی وزیر وټاکل شو

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
د روسیې پارلمان ولسي جرګې یا دوما دمیتري مدودوف یو ځل بیا د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه تاييد کړ.
دمیتري مدودف بیا د روسیې لومړی وزیر وټاکل شو
د روسیې پارلمان ولسي جرګې یا دوما دمیتري مدودوف یو ځل بیا د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه تاييد کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ۳۷۴ استازو د ۵۶ رایو په مقابل کې ښاغلي مدودوف ته رایه ورکړې او هغه یې لومړی وزیر ټاکلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره دوشنبې پوتین د ولسمشر په توګه د لوړې تر سره کولو وروسته د مدودوف د کار د دوام غوښتنه وکړه.

د روسيې په پارلمان کې د متحده روسيې ګوند چې ۵۲ کلن دمیتري مدودف‌يې مشري کوي، اکثریت لري.

د روسيې د اساسي قانون له مخې د نوې ریاستي دورې په پیل سره حکومت باید استعفا ورکړي او نوی حکومت جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي