د پکتیا-لوګر پر لویه لار ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي

23 ثور 1397 ساعت 16:16

د پکتیا – لوګر پر لویه لار د دوه موټرو د ټکر له امله ۱۴ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د پکتیا – لوګر پر لویه لار د دوه موټرو د ټکر له امله ۱۴ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د پکتیا- ګردیز تر منځ په لار د یوه کرولا او یوه مرسیډیز موتر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
 
د پکتیا امنیه قومانداني وايي، په پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
 
جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 104245

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104245/

جمهور
  https://www.jomhornews.com