امریکا د شفافو ټاکنو لپاره د ولسمشر غني له اقداماتو هرکلی کړی

29 ثور 1397 ساعت 9:12

امریکا وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره په ټاکنو کمېسیون او همدا راز د ټاکنو په پروسه کې مهم اصلاحات پيل کړي دي او امریکا یې د دې کار ستاینه کوي.


امریکا وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره په ټاکنو کمېسیون او همدا راز د ټاکنو په پروسه کې مهم اصلاحات پيل کړي دي او امریکا یې د دې کار ستاینه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره تلېفوني اړیکه کې د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د هغه له اقداماتو هر کلی کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دواړو لورو همدا راز د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 104407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com