امریکا وايي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره په ټاکنو کمېسیون او همدا راز د ټاکنو په پروسه کې مهم اصلاحات پيل کړي دي او امریکا یې د دې کار ستاینه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره تلېفوني اړیکه کې د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د هغه له اقداماتو هر کلی کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې دواړو لورو همدا راز د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل