دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي

29 ثور 1397 ساعت 14:12

د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه نن شنبې د غويي ۲۹ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان، فراه، قندوز، بلخ، فاریاب، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې ۱۳ چاڼیز او ۸۱ ځانګړي عملیات تر سره کړي.

دفاع وزارت ویلي، په دغه عملیاتو کې ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان او ۸ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104419

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104419/

جمهور
  https://www.jomhornews.com