د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه نن شنبې د غويي ۲۹ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان، فراه، قندوز، بلخ، فاریاب، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې ۱۳ چاڼیز او ۸۱ ځانګړي عملیات تر سره کړي.
دفاع وزارت ویلي، په دغه عملیاتو کې ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان او ۸ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل