امریکا د افغانستان نظامي و اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي

30 ثور 1397 ساعت 9:03

د امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې تګلارې له مخې به د افغانستان نظامي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.


د امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې تګلارې له مخې به د افغانستان نظامي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هادر ناورټ په یوه خبري ناسته کې کړې ده.

هادر ناورټ زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې مایک پمپیو او ولسمشر غني پخپلو کې تلیفوني خبرې کړې دي او پمپیو ولسمشر غني ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

هغه وايي، چې امریکا په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com