پوتین او مودي د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کوي

31 ثور 1397 ساعت 14:37

د هندي لومړی وزیر نریندرا مودې د روسيې سوچي ښار ته رسېدی او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر پوتین سره د یو لړ مهمو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.


د هندي لومړی وزیر نریندرا مودې د روسيې سوچي ښار ته رسېدی او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر پوتین سره د یو لړ مهمو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په روسیه کې د هند سفیر پنکج سارن هندي رسنیو ته ویلي، چې دواړه مشران به پر دووه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

د هغه په وینا دوی به په خپلو خبرو کې د افغانستان او سوریې پر وضعیت هم بحث وکړي او دغه راز به د ایران د اټومي مسلې پر سر هم وغږیږي.

تر دې وړاندې انډیا ټوډې ورځپاڼې هم ویلي و، چې د هند لومړی وزیر به نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

په ورته وخت کې انډین اېکسپریس د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې او زیاتوي موسکو ته د ښاغلي مودي له ورتګه وروسته ولادیمیر پوتین په نږدې راتلونکې کې له هند څخه لیدنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com