۰

پوتین او مودي د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کوي

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د هندي لومړی وزیر نریندرا مودې د روسيې سوچي ښار ته رسېدی او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر پوتین سره د یو لړ مهمو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
پوتین او مودي د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کوي
د هندي لومړی وزیر نریندرا مودې د روسيې سوچي ښار ته رسېدی او ټاکل شوې د دغه هېواد له ولسمشر پوتین سره د یو لړ مهمو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په روسیه کې د هند سفیر پنکج سارن هندي رسنیو ته ویلي، چې دواړه مشران به پر دووه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

د هغه په وینا دوی به په خپلو خبرو کې د افغانستان او سوریې پر وضعیت هم بحث وکړي او دغه راز به د ایران د اټومي مسلې پر سر هم وغږیږي.

تر دې وړاندې انډیا ټوډې ورځپاڼې هم ویلي و، چې د هند لومړی وزیر به نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

په ورته وخت کې انډین اېکسپریس د دواړه هېوادونو ترمنځ اړیکو ته اشاره کړې او زیاتوي موسکو ته د ښاغلي مودي له ورتګه وروسته ولادیمیر پوتین په نږدې راتلونکې کې له هند څخه لیدنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي