امریکا یوازې تېره میاشت په افغانستان کې۵۶۲ بمونه کارولي دي

2 جوزا 1397 ساعت 10:21

د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني وايي، امریکايي الوتکو یوازې تېره میلادي میاشت په افغانستان کې ۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات کارولي دي.


د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني وايي، امریکايي الوتکو یوازې تېره میلادي میاشت په افغانستان کې ۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات کارولي دي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې دغه بمبار  لږ تر لږه د ۲۰۰۸ کال راپدېخوا د شمېر له پلوه یو ریکارډ بلل کېږي.
 
د امریکا پوځ زیاته کړې، چې تېره اپریل میاشت کې یې۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات او وسلې کارولي، چې د مارچ په میاشت کې دا شمېره ۲۲۳ وه او بیا د تېرکال په اپریل کې ۱۰۰ وه.

دا هم معلومه نه ده چې دا مهمات او بمبارۍ د افغانستان په کومو سیمو کې شوې خو امریکايي ځواکونه وايي، د وسله والو طالبانو د فعالیتونو او بریدونو په زیاتېدو سره دوی د افغانستان په سویل کې بریدونه زیات کړي.

د امریکايي ځواکونو سي-۱۷ الوتکو چې ستراتیژیک بمب غورځونکې الوتکې هم بلل کیږي، له ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته یې د افغانستان په جنوب کې بیا بمبارۍ پیل کړي دي.

امریکايي ځواکونه وايي دا الوتکې په قطر کې د العدید په هوايي ډګر کې دي چې له قطر نه بګرام ته ځي، هلته په مهماتو او بمونو سمبالیږي او بیا خپل اهداف په نښه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com