د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې دوه پوځي اډې ویشتې دي

3 جوزا 1397 ساعت 9:57

د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیالزور ولایت په بادیه واقع سیمه کې دوه پوځي اډې په نښه ویشتلې دي.


د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیالزور ولایت په بادیه واقع سیمه کې دوه پوځي اډې په نښه ویشتلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سوریې رسمي خبري آژانس سانا د یوې امنیتي سرچینې له قوله زیاته کړې، چې د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو نن پنشنبې سهار د بوکمال او حمیمه په ښارونو کې دوه پوځي اډې په نښه کړې، چې ځاني زیان نه لري، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

دغه امنیتي سرچینې ادعا کړې، چې د امریکايي ائتلاف له بریدونو سره هم مهال داعش وسله والو هم په بادیه سیمه کې بریدونه پیل کړل.

خو په وینا یې سوري پوځ په یاده سیمه کې د داعش برید پر شاه تمبولی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

امریکا د سوریې په پوځي اډو د برید خبره رد کړې ده.

ویل کېږي، چې د امریکايي ائتلاف الوتکو تر دې وړاندې هم د سوري پوخ اړوند یوه پوځي اډه په بادیه سیمه کې په نښه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 104585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com