۰
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر:

افغانستان کې د هند او امریکا ملګرتیا پاکستان اندېښمن کړی دی

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ویلي پاکستان په افغانستان کې د هند او امریکا له نېږدوالي او ملګرتیا څخه په وېره کې دی.
افغانستان کې د هند او امریکا ملګرتیا پاکستان اندېښمن کړی دی
د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف ویلي پاکستان په افغانستان کې د هند او امریکا له نېږدوالي او ملګرتیا څخه په وېره کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرف په ورته وخت په امریکا دا تور هم پورې کړی، چې د ګټې پر وخت د پاکستان ملګری وی او وروسته یې بیا پرېږدي.

مشرف له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، چې د پاکستان او امریکا د اړیکو خرابېدو اصلي لامل هم همدا دی، چې امریکا پاکستان ته شاه کړې، له هند سره یې ملګري پیل کړې او په افغانستان کې یې له هند سره په ګډه د پاکستان پر وړاندې ګډ موقف نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې«هند د پاکستان دښمن دی او غواړي پاکستان ختم کړي، خو امریکا موږ پرېښودو او هند ته یې مخه کړې، امریکا په مکمل ډول د هند خوا نیولې، خکه په افغانستان کې چې څه روان دي په کې د هند رول هم پر پاکستان اغېز کوي.»

جنرال مشرف ویلي، چې پاکستان د امریکا تر ټولو نېږدې ملګری و او اوس مهال دواړه یو له بله ګیلې لري، خو دواړو ته پکار ده چې سره کېني او د مسایلو د حل له پاره خبري وکړي او یو د بل اندېښنو ته ځواب و وايي.

د مشرف په خبره د پاکستان ولس دا فکر کوي چې کله هم امریکا موږ ته ضرورت لري نو زموږ ملګری وي او چې کله یې ضرورت پوره شي نو موږ پرېږدي.

خو د مشرف د دغو څرګندونو په ځواب کې پاکستان ته د امریکا پخواني سفیر ریان کراکر ویلي، چې د هند او پاکستان مسله د دواړو ملکونو د ازادیدو د وخت راهیسې دوام لري.

د ریان کراکر په وینا پاکستان دا فکر کوي چې هند غواړي پاکستان قبضه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ده خپله د سفیر په توگه د چین نه دا غوښتله چې په پاکستان فشار راوړي تر څو د ترهګرو ضد اقدامات وکړي.

باید و ویل شي، چې د پاکستان او امریکا اړیکې د ولسمشر ټرمپ د نوي کال د لمړنۍ ورځې د هغې ټویټ نه وروسته چې په پاکستان یې پکې سختې نیوکې وکړي، خرابې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي