۰

لانګ وار ژورنال: طالبان به کله هم سوله ونه کړي

شنبی ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، طالبان به کله هم سوله ونه کړي، ځکه دوی له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او اسلامي امارت غواړي.
لانګ وار ژورنال: طالبان به کله هم سوله ونه کړي
لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، طالبان به کله هم سوله ونه کړي، ځکه دوی له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او اسلامي امارت غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خپرونې زیاته کړې، په داسې حال کې، چې افغان، امریکايي او اروپايي چارواکي فکر کوي، چې طالبان به اخر سولې ته حاضر شي خو دا هیله یې یوه ناسمه خوشبیني ده.

دغه خپرونه زیاتوي، چې د افغانستان له حکومت سره د واک شراکت خو څه چې د طالبانو مشران قطعاً سولې ته لېوالتیا نه لري، ځکه چې هغوی د افغانستان حکومت غیراسلامي او د لوېدیځوالو ګوډاګی بولي.

لانګ وار ژورنال وايي، تراوسه پورې چې له طالبانو سره هر وار د سولې د خبرو په اړه تماس نیول شوی، هغوی تل پر دوو شرطونو ټینګار کړی، یو له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل او بل په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا واک ته رسېدل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي