د غزني په اندړو کې ماین چاودنې ۵ ولسي وګړي وژلي

6 جوزا 1397 ساعت 9:58

د غزني – پکتیکا د لویې لارې موټر چلوونکي وايي، پر دغه لار د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د یوه محصل په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.


د غزني – پکتیکا د لویې لارې موټر چلوونکي وايي، پر دغه لار د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د یوه محصل په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې موټر چلوونکو زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه د یادې لویې لارې پر سر د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز هم په چاودنه کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

خو د یادې لارې موټر چلوونکي وايي، په دغه پېښه کې د یوه محصل په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 


د مطلب کود: 104678

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104678/

جمهور
  https://www.jomhornews.com