د غزني – پکتیکا د لویې لارې موټر چلوونکي وايي، پر دغه لار د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د یوه محصل په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې موټر چلوونکو زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه د یادې لویې لارې پر سر د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز هم په چاودنه کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
خو د یادې لارې موټر چلوونکي وايي، په دغه پېښه کې د یوه محصل په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پکتیکا