پروان کې د ټاکنو کمېسیون یو کارکوونکی وژل شوی دی

6 جوزا 1397 ساعت 11:33

سیمه ییز چارواکي وايي، په پروان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دوه سیمه ییز کارکوونکو ته د لاسي بم په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په پروان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دوه سیمه ییز کارکوونکو ته د لاسي بم په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه له غرمې وروسته د پروان ولایت د مرکز اړوند د ابدي بای په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، د ټاکنو د کمېسیون دوه ښځینه کارکوونکي له کار ځای څخه د کور په لور په رېکشه کې روانې وي، چې موټر سایکل سپور کس لاس بم ورغورځولی دی.

نوموړې زیاته کړه، چې په چاودنه کې د یوه کارکوونکې وژل شوې او بله ټپي شوې ده.

د پروان د والي ویانده وايي، د پېښې په اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي خو تر اوسه یې برید کوونکی نه دی نیولی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 104682

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104682/

جمهور
  https://www.jomhornews.com