سیمه ییز چارواکي وايي، په پروان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دوه سیمه ییز کارکوونکو ته د لاسي بم په یوه چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه له غرمې وروسته د پروان ولایت د مرکز اړوند د ابدي بای په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، د ټاکنو د کمېسیون دوه ښځینه کارکوونکي له کار ځای څخه د کور په لور په رېکشه کې روانې وي، چې موټر سایکل سپور کس لاس بم ورغورځولی دی.
نوموړې زیاته کړه، چې په چاودنه کې د یوه کارکوونکې وژل شوې او بله ټپي شوې ده.
د پروان د والي ویانده وايي، د پېښې په اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي خو تر اوسه یې برید کوونکی نه دی نیولی.
جمهورخبري آژانس:پروان