د کابل قرباغ کې دوه سوداګر وژل شوي دي

6 جوزا 1397 ساعت 11:41

سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو پر دوه سوداګرو برید کړی او وژلي یې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو پر دوه سوداګرو برید کړی او وژلي یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د قرباغ ولسوال محمد عظیم دل آقا وايي، دغه دواړه سوداګرو موټر خرڅوونکي وو او په خپله موټر فروشۍ کې پر وسله والو کسانو برید کړی او وژلي یې دي.

د هغه په وینا برید کوونکي په کرولا موټر کې سپاره و او تر برید وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

دی زیاتوي، چې د یادې وژنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او نه هم برید کوونکي نیول شوي خو په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com