دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله وال وژل شوي دي

6 جوزا 1397 ساعت 13:07

د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ داعشیانو په ګډون ۷۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.


د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ داعشیانو په ګډون ۷۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یک شنبې د غبرګولي ۶ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي او ۸۲ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات په ننګرهار، لوګر، غزني، بادغیس، غور، بلخ، فاریاب، بغلان، بدخشان، او هلمند ولایتونو کې په لار اچول شوي و.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د ۱۹ داعشیانو او دوه سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104695

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com