پکتیا ولایت کې دوه ملکیان او یو پولیس وژل شوی

7 جوزا 1397 ساعت 8:32

سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو او دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو او دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ یک شبنې د غبرګولي ۶ مه د پکتیا ولایت د احمدخېلو وسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ پولیسو غوښتل یو تن بندي په شخصي موټر کې ګردېز ته ولېږدوي، چې په یاده سیمه کې د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، د مخالفینو په برید کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.

د حسرت په خبره د پولیسو په ځوابیه ډزو کې یو تن وسله وال مخالف هم وژل شوی دی.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 104710

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104710/

جمهور
  https://www.jomhornews.com