۰

پولیسو د کابل پوهنتون د یوه استاد له موټره مقناطسی ماین کشف کړ

سی شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۸
امنیتي چارواکي وايي، کابل پوهنتون ساتونکو پولیسو د یاد پوهنتون د یوه ښوونکي له موټر څخه مقناطسي ماین کشف او شنډ کړی دی.
پولیسو د کابل پوهنتون د یوه استاد له موټره مقناطسی ماین کشف کړ
امنیتي چارواکي وايي، کابل پوهنتون ساتونکو پولیسو د یاد پوهنتون د یوه ښوونکي له موټر څخه مقناطسي ماین کشف او شنډ کړی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د پوهنتون د یوه استاد په موټر کې مقناطسي ماین ځای پر ځای شوی وو چې د پوهنتون ساتنې د پولیسو له خوا پوهنتون ته د داخلېدو پر مهال کشف کړ.

د خواله رسنیو ډېری کاروونکو نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه سهار د ځینو تصویرونو په خپرولو سره و ویل، چې د کابل پوهنتون یوه استاد غوښتل په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي د پوهنتون د ننه یوسي خو د پوهنتون پولیسو د هغه کرولا موټر په شمالي دروازه کې او چاوېدونکي توکي یې تر کشف کړل.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ستانکزي بیا دا ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د پوهنتون استاد غوښتل، چاودېدونکي توکي داخل ته یوسي.

نوموړي زیاته کړه، دا یو مقناطسي ماین و چې د استاد په موټر پورې نښلول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي