د هند د ملي امنیت شورا مرستیال کابل ته راغی

9 جوزا 1397 ساعت 11:46

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، د هند د ملي امنیت شورا مرستیال د یوه لوړ پوړي هندي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، د هند د ملي امنیت شورا مرستیال د یوه لوړ پوړي هندي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې د هند د ملي امنیت شورا مرستیال راجندر کنها او ورسره پلاوی نن سهار، چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه کابل ته راورسېد.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هند د ملي امنیت شورا مرستیال ته په خپل دفتر کې ښه راغلاست و ویل.

قادر شاه افغانستان ته د هند د ملي امنیت شورا د مرستیال او ورسره پلاوي د راتګ په اړه نور جزیات ورنکړل.

باید و ویل شي، چې افغانستان او هند په بېلابېلو، سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي برخو کې پراخې دوستانه اړیکې لري او په تېرو څو کلونو کې هند د افغانستان په بیارغونه کې بنسټیز کارونه تر سره کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104803

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com