د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، د هند د ملي امنیت شورا مرستیال د یوه لوړ پوړي هندي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې د هند د ملي امنیت شورا مرستیال راجندر کنها او ورسره پلاوی نن سهار، چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه کابل ته راورسېد.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د هند د ملي امنیت شورا مرستیال ته په خپل دفتر کې ښه راغلاست و ویل.
قادر شاه افغانستان ته د هند د ملي امنیت شورا د مرستیال او ورسره پلاوي د راتګ په اړه نور جزیات ورنکړل.
باید و ویل شي، چې افغانستان او هند په بېلابېلو، سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي برخو کې پراخې دوستانه اړیکې لري او په تېرو څو کلونو کې هند د افغانستان په بیارغونه کې بنسټیز کارونه تر سره کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل