۰

افغانستان له متحده عربي اماراتو سره د کارګرو اړوند موافقه لاسلیک کړه

پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
افغانستان متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرو د لږلو مفاهمه لیک د دغه هېواد سره لاسلیک کړ او دا یې د اړیکو د پراختیا له پاره کړی دی.
افغانستان له متحده عربي اماراتو سره د کارګرو اړوند موافقه لاسلیک کړه
افغانستان متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرو د لږلو مفاهمه لیک د دغه هېواد سره لاسلیک کړ او دا یې د اړیکو د پراختیا له پاره کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه لیک تېره ورځ چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه د سویس په جینیوا کې د کارګرو د نړیوال کنفرانس د ۱۰۷ مې ناستې په څنګ کې لاسلیک شو.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې دغه تفاهمه لیک د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر نصیر بن ثاني الاحلیمي او د افغانستان د کار، شهیدانو، معلولانو او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي تر منځ لاسلیک شوی دی.

سرچینه د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر له قوله ویلي، د دواړو خواوو تر منځ دا موافقه د دوو هېوادونو تر منځ د موجودو دوستانه اړیکو د لا زیاتېدا لپاره لېوالتیا ښيي.

خو د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر الاحلیمي دا مهمه وبلله چې دغه هیواد ته د کارګرو په لېږلو کې افغانستان له شفافیته کار واخلي.

باید و ویل شي، چې اوس هم په زرګونو افغان کارګر په متحده عربي اماراتو کې په کار بوخت دي خو هغوی په خپل لګښت او ابتکار دې هېواد ته تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي