په ولسي جرګه کې د جوزجان استازي فهیمه سادات مړه شوه

12 جوزا 1397 ساعت 9:14

راپورونه وایي، په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت استازي فهیمه سادات د زړه د درېدو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.


راپورونه وایي، په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت استازي فهیمه سادات د زړه د درېدو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، چې د اغلې سادات مړینه د جوزجان د خلکو او د ولسي جرګې له پاره یوه لویه ضایعه ده.

باید و ویل شي، چې فهیمه سادات د ولسي جرګې په تېرو دوه دورو تاکنو کې د جوزجان ولایت د خلکو په استازيتوب ولسي جرګې استازې وه او دوه ورځې وړاندې یې د دغه جرګې نویو ټاکنو ته هم نوم لیکنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com