افغانستان کې ورک شوی روسی پیلوټه موندل شوی

12 جوزا 1397 ساعت 9:41

کلونه وروسته د روسیې د جنګي الوتکو یو پیلوټ چې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته لېږل شوی او ورک بلل شوی وو، ژوندی موندل شوی دی.


کلونه وروسته د روسیې د جنګي الوتکو یو پیلوټ چې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته لېږل شوی او ورک بلل شوی وو، ژوندی موندل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې انټر فکس وايي، د دغه روسي پيلوټ هویت پټ ساتل شوی، خو ډېر ژر به خپل کور ته ستون شي.

دغه خبري آژانس اژانس د روسیې د هوايي ځواکونو د اتحادیې د مشر والري وستروتین په حواله لیکلي چې له افغانستانه د نوي موندل شوي پوځي بېرته ستنول، مالي سرچینو، ډیپلوماټیکو هڅو او د مدني ټولنې فعالیت ته اړتیا لري.

باید و ویل شيو چې د امنیتي مسایلو په خاطر دا هم نه دي ویل شوي چې هغه د افغانستان په کوم ولایت کې موندل شوی دی.

په افغانستان کې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ مېلادي کاله، د پخواني شوروي د پوځ۱۵ زره عسکر او منصبدار ته مرګ ژوبله اوښې وه او هغه مهال  ۴۱۷ شوروي سرتېري لادرکه بلل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com