د اردن لومړی وزیر له دندې لاس په سر شو

15 جوزا 1397 ساعت 10:26

اردن کې د ګڼو لاریونونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر هاني ملقي له خپلې دندې استعفا کړې ده.


اردن کې د ګڼو لاریونونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر هاني ملقي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ملقي شاهي ماڼۍ ته تر وروغوښتل کېدو څو ساعته وروسته خپله دنده پرېښې ده.

اردني رسنۍ وايي مقلي خپل استعفا لیک وړاندې کړی او د کابیني له ټولو وزیرانو یې هم غوښتي، چې خپلې استعفاوې اعلان کړي.

ویل کېږي د اردن شاه دوهم عبدالله د الملقي استعفا منلې او د دغه هېواد د ښوونې وزیر عمر الرزاز ته یې د نوې کابینې د جوړولو له باره ګمارلی دی.

باید و ویل شي، چې په اردن کې له تېرې چهارشنبې راهیسې د حکومت له خوا د مالیاتو د لوړاوي پر سر پراخ لاریونه پیل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com