۰

د اردن لومړی وزیر له دندې لاس په سر شو

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
اردن کې د ګڼو لاریونونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر هاني ملقي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د اردن لومړی وزیر له دندې لاس په سر شو
اردن کې د ګڼو لاریونونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر هاني ملقي له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ملقي شاهي ماڼۍ ته تر وروغوښتل کېدو څو ساعته وروسته خپله دنده پرېښې ده.

اردني رسنۍ وايي مقلي خپل استعفا لیک وړاندې کړی او د کابیني له ټولو وزیرانو یې هم غوښتي، چې خپلې استعفاوې اعلان کړي.

ویل کېږي د اردن شاه دوهم عبدالله د الملقي استعفا منلې او د دغه هېواد د ښوونې وزیر عمر الرزاز ته یې د نوې کابینې د جوړولو له باره ګمارلی دی.

باید و ویل شي، چې په اردن کې له تېرې چهارشنبې راهیسې د حکومت له خوا د مالیاتو د لوړاوي پر سر پراخ لاریونه پیل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي