طالبانو پکتیا کې د ۲۲ ښوونځیو د تړلو امر کړی دی

15 جوزا 1397 ساعت 10:33

قومي مشران وايي، وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځیو ښوونکو ته ویلي، چې خپل ښوونځي وتړي.


قومي مشران وايي، وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځیو ښوونکو ته ویلي، چې خپل ښوونځي وتړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سید کرم ولسوالۍ قومي مشرانو ویلي، یاد ښوونځي ودانۍ او احاطه نه لري، نو طالبانو ویلي چې د دغه ښوونځیو زده کوونکي د جګړې پر مهال خوندي نه دي.

قومي مشران وایي طالبانو ورته ویلي هغه مهال به یادو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه بېرته ورکړي، چې ودانۍ ورته جوړې شي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم پېښه تاییدوي خو وايي، هڅه به وکړي چې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره لاره چاره برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې د ۲۰ ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 104944

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104944/

جمهور
  https://www.jomhornews.com