قومي مشران وايي، وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د ۲۲ ښوونځیو ښوونکو ته ویلي، چې خپل ښوونځي وتړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سید کرم ولسوالۍ قومي مشرانو ویلي، یاد ښوونځي ودانۍ او احاطه نه لري، نو طالبانو ویلي چې د دغه ښوونځیو زده کوونکي د جګړې پر مهال خوندي نه دي.
قومي مشران وایي طالبانو ورته ویلي هغه مهال به یادو ښوونځیو ته د فعالیت اجازه بېرته ورکړي، چې ودانۍ ورته جوړې شي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت هم پېښه تاییدوي خو وايي، هڅه به وکړي چې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره لاره چاره برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې د ۲۰ ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا