۰

ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون د جون په ۱۲ مه سره ګوري

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به د روانې میلادي جون میاشتې په ۱۲ مه سره وګوري.
ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون د جون په ۱۲ مه سره ګوري
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به د روانې میلادي جون میاشتې په ۱۲ مه سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې دواړه ولسمشران به په سنګاپور کې سره وګوري او د دې سرمشریزې په تنظیمولو دواړه لوري کار کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز پرون دوشنبه ویلي، چې د متحده ایالاتو او شمالي کوریا پلاوي د دواړو کوریاګانو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې د راتلونکې سرمشریزې په اړه خبرې کوي.

که څه هم ډونالد ټرمپ له کېم جونګ اون سره خپله د سنګاپور کتنه لغوه اعلان کړې وه، خو د اوونۍ په سر کې يې په سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا له یوه لوړ رتبه مسؤل سره تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې دی او کېم به د جون په ۱۲مه په سنګاپور کې له یو بل سره و ویني.

نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې له کېم سره به د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د ختمولو په اړه خبرو کې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي