د اوبو رسونې د څلورو لویو پروژو تړون لاسلیک شو

15 جوزا 1397 ساعت 14:45

د افغانستان د ښاري اوبو رسوني شرکت له لوري له دوه کورنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور سترو پروژو تړونونه لاسلیک شول.


د افغانستان د ښاري اوبو رسوني شرکت له لوري له دوه کورنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور سترو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو رسونې د دې پروژو تړون نن سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه کابل کې د ښاري اوبو رسوني شرکت د رییس حمیدالله یلاني او دوه کورنیو شرکتو تر منځ د کلیوپراختیا وزیر په شتون کې لاسلیک شول.

په دې تړون کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار د اوبو رسولو پروژه، د پکتیا د مرکز ګرديز ښار د اوبو رسولو پروژه، د لوګر د مرکز پل علم ښار د دوهم فاز د اوبو رسولو پروژ او دغه راز د کابل ښار د شاه شهید سیمې د اوبو رسولو پروژه شاملي دي.

دا څلور واړه پروژو باندې به ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې په ۲۰ میاشتو کې به جوړې او لږ تر لږه ۲۰ زره کورنیو به ترې ګټه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104964

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104964/

جمهور
  https://www.jomhornews.com