۰

د اوبو رسونې د څلورو لویو پروژو تړون لاسلیک شو

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
د افغانستان د ښاري اوبو رسوني شرکت له لوري له دوه کورنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور سترو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د اوبو رسونې د څلورو لویو پروژو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د ښاري اوبو رسوني شرکت له لوري له دوه کورنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور سترو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوبو رسونې د دې پروژو تړون نن سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه کابل کې د ښاري اوبو رسوني شرکت د رییس حمیدالله یلاني او دوه کورنیو شرکتو تر منځ د کلیوپراختیا وزیر په شتون کې لاسلیک شول.

په دې تړون کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار د اوبو رسولو پروژه، د پکتیا د مرکز ګرديز ښار د اوبو رسولو پروژه، د لوګر د مرکز پل علم ښار د دوهم فاز د اوبو رسولو پروژ او دغه راز د کابل ښار د شاه شهید سیمې د اوبو رسولو پروژه شاملي دي.

دا څلور واړه پروژو باندې به ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې په ۲۰ میاشتو کې به جوړې او لږ تر لږه ۲۰ زره کورنیو به ترې ګټه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي