۰

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون به د پروان زندان وڅاري

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د ملي امنیت شورا او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تر منځ د شوي تړون پر بنسټ به د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دوامداره توګه د پروان له زندانه څارنه کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون به د پروان زندان وڅاري
د ملي امنیت شورا او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تر منځ د شوي تړون پر بنسټ به د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دوامداره توګه د پروان له زندانه څارنه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان زندان د څار تړون پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه ارګ کې  د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له مشرۍ سیما ثمر سره لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک  په درې مادو او ۲۱ فقرو کې ترتیب شوی دی، چې لومړی ماده یې له له زندانیانو سره د چلند په اړه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د څارنې څرنګوالی.

په دوهم ماده کې یې له زندانه د څارونکو د لیدنې او د هغوی د امنیت په برخه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، ملي امنیت شورا او دفاع وزارت ترمنځ د همکارۍ د مېکانیزم مشخص کول او په درېیمه هغه یې کې هم د پروان د زندان د وضعیت د ښه کېدو په اړه د کمېسیون له‎خوا چارواکو ته مشخص وړاندیزونه برابرول شامل دي.

باید و ویل شي، چې د پروان زندان او توقیف‎ځای د بګرام هوايي اډې ته نږدې پروت دی چې یو وخت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مهم زندان ګڼل کېده.

 خو اووه کاله مخکې یې مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو او نوم‎ یې هم له بګرام زندانه د پروان په زندان بدل شو.

تر ۲۰۱۱ میلادي کال مخکې په‎دې زندان کې د شکنجې او د بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه د خپرو شویو راپورونو له کبله دا زندان د کیوبا د ګوانتانامو او یا د عراق د ابو غُریب زندان ته ورته ګڼل کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي