په افغانستان کې د امریکا پوځي چارواکي وايي، ۴۰ هغه پوځي هاموي موټر چې طالبانو د جګړې او بریدونو پر مهال له افغان ځواکونو نیولي وو له منځه وړل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له طالبانو سره پر ۴۰ هاموي موټر د هوا او ځمکې له لارې بریدونه شوي او له منځه وړل شوی دي.
د امریکايي پوځ ډګرمنه مارتن اوډونل په دې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر ځکه له منځه وړل شوي، چې وسله وال طالبان ترې په بریدونو کې کار وانخلي.
باید و ویل شي، چې په دې اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه موټر چېرته، څه وخت او په کومه سیمه کې رامنځ وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل