د سولې عالي شورا وايي، طالبان دې هم اوربند اعلان کړي

17 جوزا 1397 ساعت 15:33

د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت لخوا دې اعلان شوي اوربند ته لبیک و وایي او دوی دې هم اروبند اعلان کړي.


د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت لخوا دې اعلان شوي اوربند ته لبیک و وایي او دوی دې هم اروبند اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې شورا نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه  په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د افغانستان د سولې عالي شورا رهبري په کابل کې د دیني عالمانو لخوا د شوي اتفاق ملاتړ کوي او دغه راز له ولسمشر نه په دې خاطر مننه کوي، چې د ځوریدليو هېوادوالو غږ ته یې لبیک و وایه او د ټول هېواد په کچه یې اوربند اعلان کړ.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې افغان ملت نور له جګړو ستړی دی او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی چې د بین الافغاني خبرو اترو له لارې دې ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

خبرپاڼه وايي، د سولې عالي شورا له همدې فرصت نه په ګټې اخیستنې په ټینګار سره له وسله والو طالبانو نه غواړي چې د افغانستان د مسلمان ملت د سولې او مذاکراتو غږ ته دې هرکلی و وایي او نور دې نه پرېږدي چې افغانان د پردیو جګړو قرباني شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com