۰

وسله والو طالبانو هم له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ

شنبی ۱۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
وسله والو طالبانو هم د افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ او خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امر کړی، چې د اختر له لومړۍ تر دریمې ورځې پورې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ ډول برید ونه کړي.
وسله والو طالبانو هم له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ
وسله والو طالبانو هم د افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ او خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امر کړی، چې د اختر له لومړۍ تر دریمې ورځې پورې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ ډول برید ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه رسنیو ته په لېږلې خبرپانه کې ویلي، د دې له پاره چې ولس د اختر په شپو ورځو کې په ډاد سره خپل مراسم تر سره کړي، نو ټولو طالب جنګیالي دې د اختر په لومړۍ، دوهمه او درېیمه ورځ په ټول هېواد کې په داخلي مخالفینو(افغان دولت) پر وړاندي تعرضي عملیات ودروي.

خو په وینا یې که چېرته د مخالف لوري پر وسله والو طالبانو برید وشو، نو هغوی کولای شي، چې په کله له ځان څخه دفاع وکړي.

د طالبانو د اعلامیې په دوهم بند کې ویل شي، چې بهرني ځواکونه له دې امر څخه مستثنا دي او طالب جنګیالي دې د هغوی پر وړاندې خپل عملیات نه دروي او په هر ځای او هر وخت کې چې کولای شي عملیات دې پرې وکړي.

دغه راز د طالبانو په اعلامیه کې د ټولو نظامي کمېسیون مشرانو او د ولایتونو والایانو ته امر شوی، چې په زندانونو کې ټول بندیان تشخص او هغه کسان چې بېرته له افغان دولت سره د نه پیستو ضمانت ورکوي، د خلاصون له پاره یې د طالبانو رهبري شورا تصمیم ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر دوه ورځې وړاندې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې پورې د یو اړخیزه اوربند اعلان وکړ.

ولسمشر غني وروسته له هغې وروسته دا اوربند اعلام کړ، چې کابل کې کابو ۳ زره دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او له دواړو لورو یې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني و ویل، چې افغان حکومت هم د علماوو غوښتې او فتوا ته په درناوي سره د روژي له ۲۷ د اختر تر ۵ مې پورې اوربند اعلانوي.

 ښاغلي غني په یوه ویډیويي پیغام کې ټولو افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې په ټاکلې موده کې پر افغان طالبانو خپل هر ډول تهاجمي عملیات وردوي، خو د نورو وسله والو ډلو پر ضد یې د هر ډولو عملیاتو د چمتوالي او ترسراوي امر وکړ.

باید و ویل شي، چې دا په تېرو ۱۶ کلونو کې لومړی ځل دی، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان یو د بل پر وړاندې اوربند اعلانوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي