حامد کرزی:

پاکستان له ترهګرو او امریکا له پاکستانه ملاتړ کوي

21 جوزا 1397 ساعت 11:14

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ډلو او امریکا بیا د پاکستان څخه ملاتړ او مرستې ورسره کوي.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ډلو او امریکا بیا د پاکستان څخه ملاتړ او مرستې ورسره کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له شپېګل مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې پر امریکا نیوکه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان په سیمه او افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي او دا خبره اوس ټولو ته ثباته شوې ده.

د هغه په وینا امریکا سره له دې چې پوهېږي پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی خو بیا هم له دغه هېواد سره نظامي مرستې کوي.

مخکني ولسمشر ویلي« امریکا هم په دې پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د دې پر ځای چې پر دغه هېواد مرستې ودروي او بندیزونه ورباندې وضع کړي، برعکس نظامي مرستې ورسره کوي.»
 
حامد کرزي یو ځل بیا ټينګار کړیو چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو او سیاسي مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com