۰
حامد کرزی:

پاکستان له ترهګرو او امریکا له پاکستانه ملاتړ کوي

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۴
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ډلو او امریکا بیا د پاکستان څخه ملاتړ او مرستې ورسره کوي.
پاکستان له ترهګرو او امریکا له پاکستانه ملاتړ کوي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ډلو او امریکا بیا د پاکستان څخه ملاتړ او مرستې ورسره کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له شپېګل مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې پر امریکا نیوکه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان په سیمه او افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي او دا خبره اوس ټولو ته ثباته شوې ده.

د هغه په وینا امریکا سره له دې چې پوهېږي پاکستان د ترهګرو ملاتړی دی خو بیا هم له دغه هېواد سره نظامي مرستې کوي.

مخکني ولسمشر ویلي« امریکا هم په دې پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، خو د دې پر ځای چې پر دغه هېواد مرستې ودروي او بندیزونه ورباندې وضع کړي، برعکس نظامي مرستې ورسره کوي.»
 
حامد کرزي یو ځل بیا ټينګار کړیو چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو او سیاسي مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي