۰

امنیتي چارواکي فراه کې د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۸
د فراه سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیات پر مهال د ۵۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
امنیتي چارواکي فراه کې د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
د فراه سیمه ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیات پر مهال د ۵۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونو د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې وسله والو مخالفینو ته دغه شمېر مرګ ژوبله اړولې ده.

د فراه د امنیه قواندانۍ د مطبوعاتو امر محب الله محب وايي، افغان ملي پوځیانو، پولیسو او کمانډو ځواکونو په پرچمن ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې تر اوسه ۳۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې دا مهال د پرچمن ځینې سیمې له وسله والو مخالفینو پاکې شوې او چانیز عملیات لا هم دوام لري.

محب په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو د زیان په اړه هېڅ نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي