ایکسپرېس ټرېبیون:

طالبانو د چین او پاکستان په منځګړیتوب اوربند اعلان کړی دی

22 جوزا 1397 ساعت 13:38

پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، وسله والو طالبانو د چین او پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی.


پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، وسله والو طالبانو د چین او پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له پاکستانه خپرېدونکې اېکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکي افغان ولسمشر اشرف غني غوښتي وو، چې د سولې خبرې باید د اوربند په اعلانولو سره پیل شي.

د ورځپاڼې په وینا نو له همدې امله له اوږدو مودو راهیسې پاکستان هڅه کوله چې طالبان اوربند ته تیار کړي.

یاده پاکستانۍ ورځپاڼه وايي، پاکستان د اوربند په اعلان کې دومره رول نه درلود، خو چین طالبانو ته د اوربند ضمانت کړی دی.

ورځپاڼه کې لیکل شوي، پاکستان یوازې د چین او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړې ده او اوربند د چین په ټینګار او ضمانت ترسره شوی دی.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې د سولې لپاره هڅې پیل شوې دي او ښایي د باور جوړولو لپاره په بل ګام کې د طالبانو ځینې بندیان هم د افغان حکومت له لوري ازاد شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com