دفاع وزارت:

د اوربند ورځو کې راغلي ګڼ شمېر طالبان ښارونو کې پاتې دي

29 جوزا 1397 ساعت 10:55

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، د اختر په درې ورځني اوربند کې راغلي ګڼ شمېر وسله وال طالبان په ښارونو پاتې دي.


د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، د اختر په درې ورځني اوربند کې راغلي ګڼ شمېر وسله وال طالبان په ښارونو پاتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې یواځې کابل ښار ته شااوخوا ۲۴۰۰بې وسلې طالبان داخل شوي وو، چې له امنیتي ادارو سره ثبت او راجستر شوي دي.

دی زیاتوي، چې کابل او نورو لویو ښارونو ته د طالبانو داخل شوي زیات شمېر غړو دا درک کړې چې نور جګړه نه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، طالب مشرانو هغه طالب جنیګالیو ته چې د اوربند په ورځو کې ښارونو ته تللی او له افغان ځواکونو سره یې جوړه انځورونه ایستلي د سزا ورکولو پرېکړه کړې ده.

رویټرز خبري آژانس د طالبانو د یوه مهم چارواکي له قوله ویلي، چې د اوربند په ورځ کې ښارونو ته د داخلېدو او له افغان ځواکونو سره د سلفي اسځورونو تر ویستلو وروسته طالب مشرانو یوه بېړنۍ غونډه کې دا پرېکړه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105364

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105364/

جمهور
  https://www.jomhornews.com