افغانستان له سعودي عربستان سره هم هوايي دهلېز پرانیزي

29 جوزا 1397 ساعت 14:02

ټاکل شوې، چې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د سوداګریزه توکو د لېږد رالېږد له پاره هم یو هوايي دهلېز پرانستل شي.


ټاکل شوې، چې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د سوداګریزه توکو د لېږد رالېږد له پاره هم یو هوايي دهلېز پرانستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د یاد دهلېز د هوکړه لیک ټولې چارې بشپړې شوې او ښايي راتلونکې اوونۍ پرانستل شي.

د بانکدارۍ په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مشاوریت د عامه اړیکو مسؤل سمیر رسا آزادۍ رادیو ته ویلي، چې د دغه دهلېز په پرانستل کېدو سره به په لومړی ځل ۵۰۰ کیلوګرامه زعفران سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

باید و ویل شي، چې افغانستان له دې وړاندې د ترکیې او هند سره هم هوايي دهلېزونه پرانستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 105375

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com