۰

ډاکترعبدالله عبدالله په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د تاجکستان د لومړي وزیر قاهر رسول زاده په بلنه په یوه رسمي سفر دغه هېواد ته ولاړ.
ډاکترعبدالله عبدالله په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د تاجکستان د لومړي وزیر قاهر رسول زاده په بلنه په یوه رسمي سفر دغه هېواد ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست نه نن چهار شنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله به دوه ورځې په تاجکستان کې پاتې شي او له تاجک چارواکو سره به په بېلابېلو موضوعاتو خبرې ترې وکړي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ تاجکستان ته د ډاکتر عبدالله د سفر اصلي موخه د اوبو (اوبه د دوامداه پراختیا له پاره) نړیوال کنفرانس کې ګډون کول دي.

ښاغلي عبدالله به په دغه کنفرانس کې چې له اوبو څخه د ښې ګټې او ښه مدیریت له پاره جوړ شوی پر وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امان علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسول زاده او د پارلمان له رییس سره وګوري.

دغه راز به افغان اجرائیه رییس د دې سفر په څنډو کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو او دغه راز یو شمېر نورو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.

اجرائیه ریاست زیاتوي، چې د دې سفر په ترڅ کې به له ترکمنستان سره د مخابراتو، د کانونو په برخه کې د همکارۍ تفاهم او ګډه اعلامیه لاسلیک او دغه راز به د دواړه اړخیزه، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، سوداګرۍ او ترانزیټ او د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې هم خبرې اترې وشي.

باید و ویل شي، چې له اجرائیه رییس سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د مخابراتو وزیر شهزاده ګل اریوبي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمد ګل خلمي، د اقتصاد وزارت مرستیال محمد اسماعیل رحیمي او د کانونو او پطرولیم وزارت مرستیال میرجاوید سادات ملګرتیا کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي